د ۱۹ کلنو ځوانانو په نړیوال جام کښي نن افغان ۱۹ کلنو په کواټرپاینل کي نیوزیلانډ ته په ۲۰۲ منډو ستره ماته ورکړه.
افغانستان په دې ماتي سره د ۱۹ کلنو ځوانانو نړیوال جام نیمه پایلوبي ته لار پیداکړه.
افغانستان لومړی توپ وهنه وکړه او نیوزیلانډ ته یې په پوره ۵۰ اورونو کښي د شپږو لوبغاړو په سوځیدو سره د ۳۱۰ منډو هدف وټاکه.
په افغان توپ وهونکو کي رحمان الله ‘ عظمت الله’ ابراهیم ځدران او بهیر محبوب نیمه سلیزي جوړي کړي.
د نیوزیلانډ پیاوړي لوبډله ونه توانیده چي د افغان توپ اچونکو مقابله وکړي او د ۳۱۰ منډو هدف ترلاسه کړي.
نیوزیلانډ د ټولو لوبغاړو په سوځیدو یواځي ۱۰۷ منډي ترسره کړي او لوبه یي د ۲۰۲منډو په توپیر بایلول.
د افغان توپ اچونکو له لوري قیس ۴ مجیب ۴ او نوین ۱ مخالف لوبغاړي وسوځول.
ټاکل سوې ده چي افغانستان به په نیمه پایلوبه کي له اسټرالیا سره مخ سي.