د غزنی ولایت د کرني او مالداری ریاست د حیواني روغتیا د مرکزرد نوي ودانۍ چاري بشپړي او رسمأ ګټي اخیستني ته وسپارل سوه.
چارواکي وایي، د دي ودانۍ په مټ به د حیواني روغتیا څانګي اوفعالیتونه پراختیا ومومي.
چارواکي وایي، پردې ودانۍ ۱۲ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چي د کرني او مالدارۍ وزارت له غیر مشروط بودیجې څخه ورکړل سوی دی.
د غزني والي وایي، د دي وولایت د ټولو ارګانونو لپاره په پلان کي لري چي ښار ته څیرمه په علي لالا سیمه کي ادارې کمپلیکس ورغوي چي ورته ۱۲۰ جریبه ځمکه بیله سوې هم ده.
د هغه په وینا دغه پلان به یې د غزني ښار د نوي ماسټر پلان له منظورۍ وروسته عملي سي.
د یادوني وړ ده چي روان کال د کرني او مالدارۍ په برخه کي د غزني ولایت په مرکز او ولسوالیو کي لسګونه رغنیزي پروژې پلي سوې دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون