کندهار : ترافيکي پيښي مرګ ژوبله اړولې

دکندهارکابل پرلويه لاره دکندهار د دامان ولسوالۍ په مربوطاتوکي د يوه ۳۰۳ موټر د چپه کېدو له امله ۲ تنه وژل سوي او ۲۳ نور ټپيان دي

دکندهار د پولیس ترافيکومديرمحمد الله خان هيواد تلويزيون ته وويل چي  د ميرويس نيکه ټرانسپورټي شرکت اړوند دغه بس موټردکابل څخه نيمروز ته پر لاره وو چي دکندهار ولايت د دامان ولسوالۍ په مربوطاتوکي د سړک څخه اوښتی

د نوموړي په وينا په پيښه کي ۲ تنه وژل سوي او ۲۳ تنه ټپيان دي چي په خبره یې په ټپيانو کي يې اکثره سطحي دي

د کندهار والي وياند قدرت الله خوشبخت هم په پيښه کي د ۲ تنو د وژل کېدو او ۲۳ نورو د ټپي کېدو پخلی کړی او ويلي يې دي چي ټپيان يې ميرويس حوزوي روغتون ته انتقال کړي

د کندهار کابل پ رلويه لاره ډيری وختونه دغسي پيښي رامنځته کيږي چي لوی لاملونه يې د سړک خرابوالی او د موټر چلوونکو بې احتياطي په ګوته سوي

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...