د افغانستان د ۱۶ کلنو فوټبال ملي لوبډله د آسیا ۱۶ کلنو ملتونو جام سیالیو کي خپله دوهمه لوبه پرون د سویلي کوریا ۱۶ کلني فوټبال لوبډلي په وړاندي ترسره کړه، چي افغانانو ۷ ګولونه پر ۰ د سویلي کوریا څخه ماته وخوړه.
افغان ۱۶ کلن ټیم تر دې مخکي د شنبې په ورځ خپله لومړۍ لوبه عراق ته هم ۲ ګولونه پر ۱ بایللې وه.
د آسیا د ۱۶ کلنو ملتونو جام په سیالیو کي د افغانستان په ګډون ۱۶ لوبډلي شتون لري، چي لوبي یې د تیري پنجشنبې په ورځ د مالیزیا په کوربتوب پېل سوې او ۱۰ ورځي به نور دوام وکړي.
افغان ۱۶ کلن ټيم په دغو سیالیو کي د عراق، سویلي کوریا او آسټرالیا سره په یوه ګروپ کي کرار لري.
د یادولو وړ ده، چي افغانستان به په دغو سیالیو کي خپله درېمه او د ګروپ وروستۍ لوبه د راتلوکي جمعې په ورځ د آسټرالیا په وړاندي ترسره کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون