په هلمند کي د سوداګریزو او صنعتي شرکتونو د جوازونو د ثبت سیسټم پیل سو

راپور: جواد داوري

د همدي مرکز د پرانیستي پرمهال د هلمند تجارت او صنایع آمر انجنیر نظرمحمد رحیمي رسنیو ته وویل، وړاندي د هلمند تجاران اړ وه چي د جوازونو د اخیستلو او ثبت لپاره کندهار او یا هم کابل ته تلل چي تر دې وروسته به دغه اسانتیاوي په لښکرګاه کي موجودي وي.

د هلمند دوالي مرستیال مجاهدالله صفاري له تجارانو غواړي چي د مالیه او جریمي هغه ټاکل سوې پیسي چي په نښه سوي دي د افغانستان بانک ته تحویل کړي چي تردې مهاله یوشمیر تجارانو او صنعتي شرکتونو خپل مسٔولیت نه دي ادا کړي.

دی وايي، ولایتي اداري هڅه پیل کړې ده چي په دې برخه کي له جدیت څخه کار واخلي.

په هلمند کي که څه هم د امنیتي اندیښنو له امله سوداګري پیکه ده خو بیا هم یوشمیر سوداګر له بهرنیو هیوادونو او کور دننه توکي وړي او را وړي.

په هلمند د سوداګرو د ټولني مشر علي احمد ناصري په ټینګار سره له حکومت څخه غواړي د سوداګرو د دوي د سرمايي د امنیت په ټیګښت کي هلي ځلي وکړي ځکه دی وايي، په تیر کي د جګړو او نا امنیو له امله ددې ولایت یوشمیر سوداګرو خپلي سرمايي نورو ولایتونو ته انتقال کړلي.

چارواکي وايي ددې نوی مرکز تر پرانیستي وروسته به د قاچاقي تجارت مخه ونیسي او همدارنګه هغه کسان به هم په نښه کړي چي پرته له جواز څخه تجارت کوي او دولت ته مالیه نه ورکوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...