افغان کريکټ لوبډلي له بنګله دېش څخه خپله دريمه لوبه وګټل

د افغانستان د کريکټ تر ۱۹ کلنو ټيټ عمر لرونکي ملي لوبډلي خپله دريمه يو ورځنۍ لوبه له کوربه بنګله دېش لوبډلي څخه په پنځو ويکټو وګټله.

د لوبې پچه يا ټاس د بنګله دېش لوبډلي وګاټه او د بيټينګ کولو پرېکړه يې وکړه. خو د افغان توپ اچوونکو په وړاندي تر ډېره پاته نه سول او ټول لوبغاړي يې يواځي د ۷۵ منډو په جوړولو سره وسوځېدل. د افغانستان له لوري نوين الحق درې او طارق ستانکزي دوه لوبغاړي وسوځول. د افغان لوبغاړو پيل ښه نه وو او خپل درې لوبغاړي يې په داسي وخت کي له لاسه ورکړل، چي يواځي ۱۲ منډي يې جوړي کړي وې.

خو وروسته د دروېش رسولي او نثار وحدت يوې ښې ملګرتيا د لوبي رنګ بدل کړ او افغان لوبډلي ته ورکول سوی هدف يې يواځي په ۱۸ اور کي پوره کړ. په دې سره افغان لوبډلي خپله دريمه لوبه په پنځو ويکټو وګټله. لومړۍ لوبه د بنګله دېش لوبډلي په لوی توپير ګټلې وه او دويمه يې د باران له کبله ځنډول سوې وه. پاته دي نه وي، چي بله لوبه به د راتلونکي چهارشنبې په ورځ ترسره سي.

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...