احمدولي هوتک او بازمحمد مبارز د اې سي بي نړیوال سازمان په لوبو کي خپل سیالان مات کړل

احمدولي هوتک له اوکرایني لوبغاړي ولادسلاوف ستیپانوف سره مخ سو چي ویې کولای سول په دریو رونډونو کي د لوړو نمرو په ترلاسه کولو بري ته ورسېږي.

احمد ولي هوتک د بریا وروسته پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي:

“زه ټول ملت او په خاصه توګه خپلو افغان امنیتي ځواکونو ته د دي بري مبارکي وایم. ما ژمنه کړې وه چي تاسو ته به خوشحالي راوړم، هیله مند یم له دې بري خوشاله سوي واوسئ.”

تر احمد ولي هوتک وروسته بازمحمد مبارز په همدې شپه سکاټلندی لوبغاړی ایین فینان مات کړ.

بازمحمد مبارز هم د افغان ملي پولیسو په یونیفورم کي د سیالیو صالون ته ننوت.

خو د رپوټونو په اساس په کابل ښار کي خلکو د دي بریا په خاطر بیا هوايي ډزې کړي چي د ځینو افغانانو د تشویش وړ ګرځېدلي دي.

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...