په پاکستان کي د څو بريدوونو مسووليت مننونکي ډلې جماعت الاحرا وياند وايي، مشر يې خالد خرساني د امريکا د بې پيلوټه الوتکي په بريد کي وژل شوی دی. اسد منصور وايي، د مشر ترڅنګ يې نهه نور وسلوال هم په دغه بريد کي وژل شوي دي. عمر خالد خراساني د جماعت الاحرار مشر و او په پاکستان کي يې ...
Read More »کويټه: سرياب کي چاودني شپږ پوليس وژلي دي
د پاکستان په کويټه ښار کي چاودني يو ملکي، ۶ پوليس وژلي او ٢٢ تنه نور يې ټپيان کړي. د بلوچستان په مرکز کويټه کي د پوليسو پر يوه لارۍ چي تر ۳۰ زيات عسکر پهکي سپاره وو، چاودنه سوې چي د يوه لاروي په شمول شپږ پوليس پهکي وژل سوي او تر ۲۰ زيات کسان پکي ټپيان سوي دي. ...
Read More »پاکستان: د بهرنيو رسنيو دوه خبريالان ورک سوي دي
په پاکستان کي دوه خبريالان چي په پښتونخوا او قبايلي سيمو کي يې له بهرنيو رسنيو سره دندي درلودې، په تېرو دوو ورځو کي ورک سوي دي. شهنواز ترکزي چي د مشال راډيو خبريال دی، د پښتونخوا په شبقدر کي له خپل کارځای څخه څاګرو ادارو، له ځان سره پورته کړی دی. د هغه لپټاپ کمپيوټر هم ورک دی. اسلام ...
Read More »مسلميار: پاکستان غواړي د ځان په اړه د نړيوالو ذهنيت بدل کړي
د مشرانو جرګې رئيس وايي، پاکستان غواړي، چي د کاناډايي کورنۍ له قضيې څخه په ګټي اخېستني د ځان په وړاندي د نړيوالو ذهنيت بدل کړي. فضل هادي مسلميار ددې جرګې د تېري يکشنبې ورځي په عمومي غونډه کي وويل، دغه کورنۍ له پخوا څخه په پاکستان کي وه او پاکستان وغوښتل، چي ددوی د سپارلو لپاره زموږ خاوره د ...
Read More »په افغانستان کي تښتول شوی امريکايي او ښځه يې آزاد شول
د پاکستان پوځ خبر ورکړ، چي يوه امريکايي ښځه د هغي کاناډايي خاوند چي پنځه کاله مخکي، په افغانستان کي تښتول شوي وو، پرون ازاد شول. د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کي راغلي، چي د دې کسانو د ازادولو لپاره د امريکا استخباراتو معلومات ورسره شريک کړي دي. هغوی په افغانستان کي د سفر پرمهال، تښتول شوي وو او ...
Read More »د نواز شريف پر لور او زوم د لګېدلو تورونو د څېړلو بهير وځنډېدی
د پاکستان يوې محکمې پر پخواني صدراعظم نواز شريف، د هغه پر لور او زوم د لګېدلو تورونو د څېړني بهير وځنډوی. دغه بهير د شريف د پلويانو او پوليسو ترمنځ د شخړو له کبله وځنډول سو. پر شريف، د هغه پر لور او زوم د اداري فساد تورونه لګول سوي دي. په اسلام اباد کي تېره پنجشنبه له محکمې ...
Read More »فېفا د پاکستان د فوټبال فدراسيون غړيتوب ځنډولی دی
فيفا يا د فوټبال نړيوال فدراسيون وايي، چي د پاکستان د فوټبال فدراسيون غړيتوبيې د درېيمګړي د لاسوهني له کبله ځنډولى دى. په سويس کي د فيفا ادارې ويلي، چي د پاکستان د فوټبال فدراسيون دفترونه او حسابونه د هغه مسؤل شخص په کنټرول کي دي، چي د محکمې لهخوا ګمارل شوی، چي دا مسئله د فوټبال ددې نړيوالي ادارې ...
Read More »کشمير: ۲ هندي پوځيان او ۲ سخت دريځي وسله وال وژل سوي دي
د هندوستان پوځ وايي، د هند تر ولکې لاندي کشمير کي د جګړې له کبله، د هند د هوايي ځواک دوه کومانډو پوځيان او دوه مشکوک سخت دريځي وسلهوال وژل شوي دي. جګړه هغه وخت پيل شوه، چي سرتېرو د افراطي وسلهوالو د پيدا کولو لپاره په شمالي ښارګوټي هاجين کي يوه سيمه کلابنده کړه. دا پېښه په داسي حال ...
Read More »زاخېلوال: په لاهور کالج کي د افغان محصلينو برخليک به معلوم کړو
په اسلام اباد کي د افغانستان سفير ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال د پاکستان د لوړو زده کړو ادارې له مشر سره د افغان محصلينو پر ستونزو خبرې وکړې. زاخېلوال په خپله فيسبوک کي ليکلي چي د پاکستان د لوړو زده کړو د کمېسيون (HEC) له رييس ډاکتر مختاراحمد سره يې په ليدنه کي په دغه هېواد کي د افغان محصلينو ...
Read More »پېښور: د (ډينګي) تبي له امله ۵۰ کسان مړه سوي دي
د پېښور په ګډون د خيبر پښتونخوا په يو شمېر سيمو کي لا هم د ډينګي تبه خپره ده او د روغتيا د صوبايي ادارې په وينا، په خيبر پښتونخوا کي له تېري نږدې يوې نيمي مياشتي راهيسي ددغي مرګوني تبې له امله، د مړو شمېر۵۰ ته رسېدلی دی. د يادي ادارې لخوا رسنيو ته په ورکړل سوو معلوماتو کي ...
Read More »