Tag Archives: نړۍ

د نواز شريف پر لور او زوم د لګېدلو تورونو د څېړلو بهير وځنډېدی

د پاکستان يوې محکمې پر پخواني صدراعظم نواز شريف، د هغه پر لور او زوم د لګېدلو تورونو د څېړني بهير وځنډوی. دغه بهير د شريف د پلويانو او پوليسو ترمنځ د شخړو له کبله وځنډول سو. پر شريف، د هغه پر لور او زوم د اداري فساد تورونه لګول سوي دي. په اسلام اباد کي تېره پنجشنبه له محکمې ...

Read More »

د اروپايي ټولني پارلمان پر روسيې د سختو بنديزونو غوښتنه وکړه

د اروپايي ټولنې د پارلمان د بهرنيو اړيکو کمېټې پر روسيې د سختو بنديزونو غوښتنه وکړه. دغې کمېټې د “ختيځ مشارکت” په نوم د هېوادونو د مشرانو له هغې غونډې مخکي چي ټاکل شوې، د نومبر پر ۲۴مه نېټه په بروکسل کي جوړه شي، يو لړ وړانديزونه تصويب کړي دي. په دې وړانديزونو کي پر روسيې د سختو بنديزونو پر ...

Read More »

تهران: ريسټارټ ډلي پر جواد الايمه مسجد بريد کړی دی

د ايران د حکومت اړوند رسنيو داسي ويډيو خپره کړې ده، چي ددغه هېواد د پلازمېني تهران په ختيځ کي پر جواد الايمه مسجد د اور اچوونکو موادو بريد ښيي. دغه رسنۍ د ويډيو په خپرولو سره ليکي: د ريسټارټ په نوم له شيطان پرستي ډلي اغېزمنو څو ځوانانو د مسجد د خولې لار ته په دغو موادو سره اور ...

Read More »

رابرټ: امريکا داعش ته د خوندي پناه ځايونو د برابرېدو مخه نيسي

د امريکا دفاع وزارت د روسيې دا ادعا رد کړه چي وايي، متحده ايالات په سوريه او عراق کي د داعش پر ضد جګړه نه‌کوي. دا څرګندوني د امريکا او روسيې ترمنځ د روان بحران تازه نښي نښانې بلل کيږي. د روسيې د دفاع وزارت وياند په مسکو کي وويل، ټول ويني چي امريکا په عراق کي داسي ښيي، چي ...

Read More »

کشمير: ۲ هندي پوځيان او ۲ سخت دريځي وسله وال وژل سوي دي

د هندوستان پوځ وايي، د هند تر ولکې لاندي کشمير کي د جګړې له کبله، د هند د هوايي ځواک دوه کومانډو پوځيان او دوه مشکوک سخت دريځي وسله‌وال وژل شوي دي. جګړه هغه وخت پيل شوه، چي سرتېرو د افراطي وسله‌والو د پيدا کولو لپاره په شمالي ښارګوټي هاجين کي يوه سيمه کلابنده کړه. دا پېښه په داسي حال ...

Read More »

سوريه: د روسۍ الوتکي د اوښتو په پېښه کي دوه پيلوټان وژل سوي دي

په سوريه کي د پرواز له کرښي د روسيې د يوې جنګي الوتکي د اوښتو په پېښه کي د الوتکي پيلوټان مړه شوي دي. روسي رسنيو د دې هېواد د دفاع د وزارت په حواله ويلي چي دا پېښه په حميم پوځي اډه کي هغه مهال وشوه، کله چي يوه سوخوي ۲۴ ډوله جيټ الوتکه چي په جنګي ماموريت روانه ...

Read More »

کلفورنيا: د انګورو په باغونو کي اور ۱۰ کسان وژلي دي

د امريکا د کلفورنيا ايالت د شمال د انګورو په بڼونو کي اور ۱۰ کسان وژلي دي. سيمه ييز چارواکي وايي، دې اور چي سخت باد لمن ورته وهله، نږدې ۲۰ زره کسان له خپلو مېنو وتلو ته اړ او د سيمي سلګونه کورونه او شرکتونه يې ويجاړ کړل. د کلفورنيا والي جيري براون«Jerry Brown» د دې ايالت د شمال په ...

Read More »

باب کروکر: ډونالډ ټرمپ ولسمشري د ټلوېزيوني نندارې په څېر چلوي

د امريکا د مشرانو جرګې د بهرنيو اړيکو د جرګه ګۍ جمهوري پال مشر باب کروکر وايي، د دغه هېواد ولسمشر ډونلډ ټرمپ ممکن متحده ايالتونه د دريم نړيوال جنګ لارې ته ورسوي. ښاغلي کروکر زياتوي، ډونالډ ټرمپ ولسمشري د ټلوېزيوني نندارې په څېر چلوي او په سپينه ماڼۍ کي کارکوونکي د هغه د پېزوانولو مهارولو هڅه کوي. د خپل ...

Read More »

زاخېلوال: په لاهور کالج کي د افغان محصلينو برخليک به معلوم کړو

په اسلام اباد کي د افغانستان سفير ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال د پاکستان د لوړو زده کړو ادارې له مشر سره د افغان محصلينو پر ستونزو خبرې وکړې. زاخېلوال په خپله فيسبوک کي ليکلي چي د پاکستان د لوړو زده کړو د کمېسيون (HEC)  له رييس ‌‌‌‌‌‌ډاکتر مختاراحمد سره يې په ليدنه کي په دغه هېواد کي د افغان محصلينو ...

Read More »

ترکيه: امريکا سفارت له کډوالۍ پرته د ټولو وېزو صادرول بند کړي دي

په ترکيه کي د امريکا متحده ايالتونو ډيپلوماټيک ماموريت وايي، په دغه هېواد کي يې امريکا ته له کډوالۍ پرته د ټولو ويزو صادرول بند کړي دي. دا کار په ترکيه کي د امريکا د کونسلګرۍ د يوه کارکوونکي تر نېول کېدو وروسته سوی دی. په انقره کي د امريکا سفارت ويلي دي، چي د څو ورځو پېښو دا سفارت ...

Read More »