د راپورونو له مخي تېره ورځ ناوخته پاکستاني او هندي ځواکونو د یو بل پر پوستو راکټونه توغولي دي او نښتي تر ډېره پوري دوام کړی دی. دواړه لوري د جګړې د پيلولو پړه پر یو بل اچوي، خو تر دې دمه د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویل سوي. د هند او پاکستان ترمنځ په دې وروستیو ...
Read More »منظور پښتین: پاکستاني ریاست د لوڼي د وژلو قضیه لا هم نه ده څیړلي
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي، پاکستاني ریاست لا هم د دې غورځنګ د فعال غړي ارمان لوڼي قاتل نه دی پیدا کړی او دا قضیه یې بې له څېړل همداسي پرې اېښي ده. په ورته وخت کي په ټولنیزو رسنیو کي د ارمان لوڼي د کورنۍ لپاره یو ځل بیا د عدالت غوښتني کمپاین پيل سوی دی. ...
Read More »د ایران په لویدیځ کي د یوې څرخکي د راغورځیدو په پیښه کي پنځه تنه وژل سوي دي
د ایران د دولتي رسنۍ د خبر له مخي، دغه هلیکوپټر د بختیاري ولایت په چهار محل سیمه کي د ژغورني د عملیاتو په جریان کي د برښنا له یوې پایې سره ولګیده او راولوېده. هلیکوپټر غوښتل چي یوه امیندواره ښځه چي روغتیایي خدمتونو ته یې عاجله اړتیا درلوده، انتقال کړي. په ایران کي په وروستیو لسیزو کي ډېرې هلیکوپټرې ...
Read More »د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر وایي، له ایران سره تر وروستیو شخړو وروسته یې د ایران لپاره د دغه هېواد سفیر بیرته خپل هیواد ته ورغوښتی دی
تر دې دمخه تهران د هالنډ د سفارت دوه تنه ډیپلوماتان له ایرانه وایستل. د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر سټیف بلاک د دوشنبې په ورځ د خپل هېواد پارلمان ته وویل چي تېره میاشت یې په هاګ کي د ایران سفیر ته ویلي و چي د ډیپلوماتانو ایستل ورته د منلو نه دي او د دواړو هېوادونو پر اړیکو ...
Read More »د هند د هوایي ځواک مشر: موږ یوازي برید کوو د وژل سویو شمیرل زموږ کار نه دی
د هند د هوايي ځواکونو نوی مشر بریندر سینګ وايي هندي الوتکو په بالاکوټ کي خپل اهداف په نښه کړي دي، په بریدونو کي د وژل سویو کسانو شمېرل د دوی کار نه دی. دا په داسي حال کي ده چي هند ادعا کړې چي د پاکستان په بالاکوټ سیمه کي د جیش محمد ډلې پر یو رونیز کمپ په ...
Read More »روسیه او قطر: په همږغې توګه د افغانستان د سولي لپاره کار کوو
په داسي حال کي چي د قطر په پلازمینه دوحه کي د طالبانو او امریکا ترمنځ مخامخ مذاکرات روان دي، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر یاد هېواد ته رسېدلی دی. نوموړي له خپل قطري سیال سره په لیدنه کي د ګڼو مسایلو تر څنګ پر افغان سوله هم خبري کړي دي. سرګي لاوروف ویلي، دوی د افغانستان د سولي ...
Read More »هند پر پاکستان د بل برید نیت هم لري
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي تیره ورځ د هند په احمد اباد کي د یوې وینا پر مهال ویلي، دوی به د سیمي په هره برخه کي د ترهګرو ځالي په نښه کړي. دده په خبره له نورو لارو د ترهګرو ختمولو نتیجه ور نه کړه، نو هند اړ دی چي پخپله لاس په کار سي او پر ترهګرو ...
Read More »د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، دی د نوبل جایزي لیاقت نه لري
وروسته له دې چي د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د هند نیول سوی پیلوټ بېرته یاد هېواد ته وسپاره، نو په ټولنیزو رسنیو کي پاکستاني وګړو د هغه لپاره د نوبل جایزې غوښتنه وکړه. دوی ویل چي عمران خان سولې غوښتنوکی دی او باید د سولي د نوبل جایزه ورکړل سي. عمران خان په تازه څرګندونو کي ویلي، چي ...
Read More »له عمران خانه د بریتانیې غوښتنه؛ خپله خاوره کي د ترهګرو پر ضد کوټلي ګامونه پورته کړئ
د برتانیې لومړۍ وزیري ټریزا مي د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره پر ټلیفون خبرې کړي دي. د ټریزا مې دفتر ویلي چي په دې خبرو کي نوموړې له پاکستانه غوښتنه کړې چي د ټولو ترهرګرو ډلو پر ضد بې له کوم توپیره اغېزمن ګامونه پورته کړي. د برتانیې د لومړۍ وزیرې دفتر له عمران خان سره د ...
Read More »په سوریه کي د داعش وروستی سنګر هم کلابند سوی دی
که څه هم راپورونه وایي چي د سوریې په ختیځ کي د عراق پولي ته څېرمه په باغوز ښارګوټي کي د داعش ډلې وسله والو د سوریې د ډموکراټیکو ځواکونو پر وړاندي سخت مقاومت پیل کړی دی خو د سوریې چارواکي وایي چي دا د یادې ډلي وروستی سنګر دی او تر سختي کلابندۍ لاندي راغلی دی. د سوریې ځواکونو ...
Read More »
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون