په داسي حال کي چي د قطر په پلازمینه دوحه کي د طالبانو او امریکا ترمنځ مخامخ مذاکرات روان دي، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر یاد هېواد ته رسېدلی دی.
نوموړي له خپل قطري سیال سره په لیدنه کي د ګڼو مسایلو تر څنګ پر افغان سوله هم خبري کړي دي. سرګي لاوروف ویلي، دوی د افغانستان د سولي لپاره هر ډول همکارۍ ته تیار دي، له همدې امله یې ددغه هېواد له ګاونډیو سره اړیکه ټینګه کړې او دوی یې په سوله کي همکارۍ ته هڅولي دي. لاوروف ویلي، دوی د طالبانو او امریکا ترمنځ رواني خبري هم څاري او هیله لري چي دلته د جګړو د پای ته رسولو سبب سي. د قطر د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي چي دوی په افغان سوله کي هر ډول مرستي او همکارۍ ته تیار دي. دواړو لورو ژمنه کړې چي په همږغې توګه به د افغانستان د سولې په پروسه کې همکاري کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون