طالبان وایي، قطر کي يې له امریکايانو سره ژور بحثونه ادامه لري

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له بي بي سي سره په خبرو کي ویلي، چي دوی له امریکایي استازو سره د افغان جګړې پر پای ته رسولو ژور بحثونه پيل کړي دي خو تر دې دمه کومي پایلې ته نه دي رسېدلي.

دده په خبره بحثونه خورا ښه خو په احتیاط مخ ته روان دي.

مجاهد وايي، دوی د افغانستان د مسئلې پر سر تر اوسه له امریکا سره هېڅ راز هوکړې ته نه دي رسيدلي، خو دا چي خبرې مهم پړاو ته رسیدلي دي نو هر ګام په پوره احتیاط اخیستل کیږي. هغه د هر ډول مسودې یا هوکړې تیارېدل هم رد کړي دي. تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره سول، چي طالبانو او امریکا د خپلو خبرو په اوږدو کي د ځینو هوکړو مسودې هم چمتو کړې چي په دې بحثونو کي به لاسلیک سي. مجاهد وایي چي دمګړی خبري یوازې، له افغانستان د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او د چا پر ضد د افغان خاورې پر نه استعمال رواني دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...