راپورونه

کندهار ښاروالي د کندهار په ښوونځيو کي کمېټې جوړوي

کندهار ښاروال وايي، په دې سره خلک کولای سي د ښاروالۍ له فعالیتونو ښه خبر سي او دغه راز خپلي غوښتني تر ښاروالۍ پوري ورسوي. د پوهني ریاست هم دا یو ښه ګام بولي او وايي، هر ښاري باید د ښاروالۍ سره د خپل ښار په ابادولو کي برخه واخلي. کندهار ښاروال روښان ولسمل وايي، د کندهار په ښوونځیو کي ...

Read More »

په کندهار کي د حرفوي زده کړو له یوه مرکز څخه ۱۸۰ تنه نارینه او ښځینه فارغ سوه

راپور: سید حمید هاشمي یادو کسانو د شپږو میاشتو پر مهال بیلا بیل کسبونه زده کړي او اوس د کار کولو پوره وړتیا لري. بلخوا د کار او ټولنیزو چارو مسٔولین وايي، فارغه سویو کسانو ته به زمینه برابره کړي تر څو هغوی پر خپلو پښو ودریږي او د کار خاوندان سي. د کندهار مرستیال والي اغالالي دستګیري وايي، چي ...

Read More »

په تیرو ۱۵ کلونو کي په کندهار کي د خبري رسنیو وضعیت او د خلکو باور

راپور: بشیر احمد فیضان د کندهار اوسیدونکي وايي، معلومات یوازي د رسنیو له لاري ترلاسه کوي او دا يې د معلوماتو یوازني سرچني دي. بلخوا د کندهار د رسنیو یوشمیر مسؤلین وايي، د مالي پلوه اکثره رسنۍ له بحران سره مخامخ دي او په تمویل کي يې باید مرسته وسي. په کندهار کي رسنیو کوم رول لوبولي او د اهمیت ...

Read More »

په زابل کي دیونیم کیلومتره په اندازه د سړک د جوړېدو چاري پیل سوې

راپور: نثار احمد څپاند ددې ولایت والي وايي، چي یاد سړک دښاروالۍ دانکشافي بودیجې څخه په څه کم  دوه نیم میلیونه افغانۍ جوړیږي. دزابل والی خیال محمد حسیني ددې سړک دچارو دپیلیدو پرمهال خبریالانو ته وویل، چي په کلات ښار کې دمیزانې اډې یونیم کیلو متره سړک په پاخه او اساسي ډول جوړیږي چي شاه وخوا دوه نیم میلیونه افغانۍ ...

Read More »

په هرات کي پوپلزي قوم د بریښنایي تذکرو د ویش پیلیدو او پکښي د افغان د کلیمې د لیکل کیدو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ

دوی د بریښنایي تذکرو ویش د هیواد د پرمختګ لپاره یوه اړتیا بولي او د حکومته غواړي چی دا پروسه ژر تر ژره ولایاتوته هم وغځوي. دا کسان افغانیت یو ملي هویت بولي او هغه په افغانستان کي د مېشتو قومونو تر منځ د یووالي سمبول یادوي. په هرات ولایت کی د پوپلزي قومونو د فرهنګی او ټولنیزي شورا له ...

Read More »

په کندهار کي د ۱۳۹۷ کال لپاره د میسټر کندهار د ټاکني بدني ښکلا سیالۍ ترسره سوې

راپور: نقیب صدیقي دا سیالۍ چي تیره پنج شبنه د کندهار په باغ عمومي کي ترسره سوې، ۲۶ لوبغاړو پکښي ګډون درلود. د کندهار د ورزشي امریت مسٔولین وایي، چي دلته هر کال د مسټر کندهار د ټاکني لپاره سیالۍ ترسره کیږي، خو سږ کال تر نورو کلونو زیات ځوانان تشویق سوي او ګډون يې کړی. په کندهار کي د ...

Read More »

په خوست کي یو شمیر سوداګر وايي، چي دولت د خصوصي پانګوني مخه نیولې ده

ددغه ولایت یو شمېر سوداګر وايي، چي  دولتي چارواکو په ځانګړې توګه ولایتي اداره د خصوصي پانګونې مخه نیولې ده او په وینا یې چي په شخصي ځمکو کي یې جوړې سوي منډیۍ د مسٔولینو له لوري ویجاړې سوي دي. دوی وايي، چې په دغه ولایت کي تر دا مهاله د سبزیو تر دریو پورې منډیۍ جوړې سوي دي او ...

Read More »

په روزګان کي جګړه او ښخ کړل سوي ماینونه د ملکیانو ژوند ګواښي

راپور: اجمل وصال په روزګان کي هغه سیمي چي تازه د عملیاتو پرمهال له وسله والو په لاس راځي، ځایي اوسیدونکي یې ځکه بیا ورتګ ته زړه نه ښه کوي چي په وینا یې له یوې خوا سیمي یې په ماینونو پوښل سوی او بل خوا بیا امنیتي ځواکونه پرې ډزي کوي. امنیتې مسٔوولین هم په تازه نیول سوو سیمو ...

Read More »

د کندهار ولایتي شورا وايي، په دغه ولایت کي د سولي شورا هیڅ فعالیت نه کوي او نه يې مخالفین له سولي سره یو ځاي کړي

دوی وايي، په دغه اداره کي مصارف زیات خو لاسته راوړني يې کمي دي. بلخوا دیني عالمان او قومي مشران وايي، د سولي شورا بنسټ په یوه طرف کي واقع  دي او باید بې طرفه کسان يې په راس کي وګمارل سي. د کندهار ولایتي شورا ددې مطلب په څرګندولو سره وايي، چي په دغه ولایت کي د سولي شورا ...

Read More »

د لوی کندهار قومي مشران او سپین ږیري له خلکو غواړي چي نور له قومي اختلافاتو او تفرقې لاس واخلي

د دوی په خبره یو شمیر کسان غواړي، چي خلک د قوم او سیمي په نوم سره جلا کړي او تر منځ يې ستونزي جوړي کړي. دوی وايي، خلک باید د خپلو مشرانو په ټاکلو کي له پوره دقت څخه کار واخلي. په کندهار کي د کاکړانو شوار د رهبرۍ ټاکنیزه غونډه ترسره سوه چي پکښي د کندهار تر څنګ ...

Read More »