کندهار ښاروالي د کندهار په ښوونځيو کي کمېټې جوړوي

کندهار ښاروال وايي، په دې سره خلک کولای سي د ښاروالۍ له فعالیتونو ښه خبر سي او دغه راز خپلي غوښتني تر ښاروالۍ پوري ورسوي.

د پوهني ریاست هم دا یو ښه ګام بولي او وايي، هر ښاري باید د ښاروالۍ سره د خپل ښار په ابادولو کي برخه واخلي.

کندهار ښاروال روښان ولسمل وايي، د کندهار په ښوونځیو کي د ښاروالۍ کمېټې جوړوي تر څو زده کوونکي د ښاروالۍ له فعالیتونو خبر سي او دغه راز د خلکو او ښاروالۍ تر منځ اړیکي نوري هم ټینګي سي.

په دې اړه جوړه سوې غونډه کي کندهار ښاروال وویل، په دې سره به ښاریان لا هم د ښاروالۍ سره زیاته اشنايي پیدا کړي او ښاري مسٔولیت به وپېژني.

ده زیاته کړه، خلک کولای سي هر وخت د ښاروالۍ سره خپلي ستونزي شریکي کړي او د ښاروالۍ د کارونو په اړه معلومات تر لاسه کړي.

د کندهار د پوهني رئيس عبدالقادر پیوستون په دغه غونډه کې وویل، په دې سره باید پخوانی ښاري فرهنګ راژوندی کړي تر څو هر سړی ښار خپل کور وبولي.

هغه وویل، دا د ښاروالۍ له خوا یو ښه ګام دی او نوري ادارې هم باید په ټولو برخو کې د ښاروالۍ سره پوره همکاري وکړي.

ده زیاته کړه، ښاروالۍ د پوهني سره د مځکو په ورکړه، سرسبزۍ او نورو برخو کي ډيره مرسته کړې.

دا لومړی ځل دی چي په ښوونځیو کي د ښاروالۍ له خوا کمېټې جوړیږي تر څو ښاریان او ښاروالي لا سره نږدې سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...