راپور: نقیب صدیقي
دا سیالۍ چي تیره پنج شبنه د کندهار په باغ عمومي کي ترسره سوې، ۲۶ لوبغاړو پکښي ګډون درلود.
د کندهار د ورزشي امریت مسٔولین وایي، چي دلته هر کال د مسټر کندهار د ټاکني لپاره سیالۍ ترسره کیږي، خو سږ کال تر نورو کلونو زیات ځوانان تشویق سوي او ګډون يې کړی.
په کندهار کي د ۱۳۹۷ کال د بدني ښکلا مسټر کندهار د ټاکلو سیالۍ ترسره سوې چي په پایله کي یې دوه تنه وټاکل سوه.
په دې سیالیو کي د کندهار ښار او سپین بولدک ولسوالۍ د مختلیفو کلبونو څخه ۲۶ لوبغاړو ګډون کړي وو چي، په سینیر یا الف لوبغاړو کي نذیر احمد مسټر کندهار معرفی سو او په جینیر یا ب لوبغاړو کي بیا عصمت الله د مسټر کندهار لقب خپل کړ.
دغه لوبغاړي وايي، خوښ دي چي په دغه سیالو کي دوی ټاکل سوي او دغه مقامونه یې خپل کړي دي.
د کندهار ورزشي امر مقتدا اغا وایي، چي په کندهار کي د بدني ښکلا تر ډیره پوري مینوال لري او لوبغاړي یې په کمو امکاناتو ډیر کار کوي، نوموړي وایي، چي هر فرد باید خپل صحت ته د پاملرني په
بلخوا د کندهار تکړه استاد ګلالی وایي، چي سږ کال د نورو کلونو په پرتله ډیر شمیر ځوانانو امادګي نیولې وه او په خاص ډول د ب ګروپ لوبغاړو زیاته هڅه کړې وه، چي دا هڅي یې د ستایلو وړ دي.
نوموړي له لوبغاړو وغوشتل چي خپل تمریناتو ته دي دوام ورکړي تر څو د هیواد په سطحه لوبو ته لار پیدا کړي.
په کندهار کي زیات شمېر ځوانانو اوس مهال د بدني ښکلا ورزش ته مخه کړې چي دا کار نه یوازي ځوانان له نشو ساتلي بلکي په ډيرو سیالیو کي یې ښه مقامونه هم ګټلي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون