اقتصاد

سږ کال په هرات کي انځر تر پروسږ کال ۲۵ فیصده ډېر سوي دي

رپوټ: غلام فاروق رسولي انځر هغه مېوه ده، چي په قرآن کریم کي یې یادونه سوې ده او سږکال یې حاصلات په هرات کي ډېر سوي دي. د هرات د کرهڼي ریاست چارواکي وایي: سږکال په دې ولایت کي ۶۲۰۰ متریک ټنه د انځرو حاصلات د باغوانانو لاسته ورغلي، چي د پروسږکال په پرتله ۲۵ فیصده ډېروالی پکښي راغلی دئ. ...

Read More »

په هلمند کي د خټکیو په حاصلاتو کي ۱۷ سلنه زیاتوالی راغلی دئ

رپوټ: جواد داوري په هلمند کي د خټیکو او هندواڼو د کرلو سیمي جلا دي، خټکي د بندتېمور، خوشکآبي، نهرسراج او کارېز په سیمو کي کرل کیږي او تر نورو سیمو يې خټکي په خوند کي هم ښه دي، خو د یادو سیمو بزګر شکایت کوي، چي حاصلات يې نورو سیمو ته نه صادریږي او دلته يې غوښتونکي لږ دي. ...

Read More »

په کندهار کي د تازه مېوې بازار ورځ تر بلي خرابیږي

رپوټ: عبدالحمید هوتکي له څو کلنو وروسته سږکال په کندهار کي د وچکالۍ ستونزه نه وه، چي د ميوو په حاصلات کي هم ښه والی راغلی دئ، د دغه ولایت سوداګر وايي، په نړیوالو مارکېټونو کي د افغانۍ لندې مېوې بازار نه لري. دوی وايي، پاکستان محصلات درې چنده ورباندي لوړ کړي، خو انګور او نوري مېوې يې ډېري په ...

Read More »

په هلمند کي د ماهیانو (۳۰۰) فارمونو ته یو لک کوچني ماهیان ورکول سوه

رپوټ: جواد داوري په هلمند کي ۳۰۰ د ماهیانو د روزلو فارمونه سته، چي هر ډېرو ته به يې په وړیا ډول د کرهڼي ریاست له لوري تر (۲۰۰۰) پوري کوچني ماهیان ورکړي، ترڅو په فارمونو کي يې وروزي او په دې سره ډیرو کسانو ته د کاروبار زمینه هم برابره سي. د هلمند کرهڼي ریاست په تحقیقاتي فارم کي ...

Read More »

د خپلواکۍ د سلمي کليزي په وياړ په کندهار کي د ښځو د لاسي صنايعو نندارتون جوړ سو

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د خپلواکۍ د ورځي په وياړ د کندهار په عينو ښارګوټي کي د ښځو د لاسي صنايعو نندارتون وړاندي سو، چي خوراکي او غير خوراکي توکي پکښي نندارې ته وړاندي سوه. په نندارتون کي د کندهار مرستيال والي عبدالحنان منيب وايي، خلک بايد هڅه وکړي، چي د سياسي خپلواکۍ تر څنګ اقتصادي ازادي هم ...

Read More »

ولسمشر غني په کابل کي د شاه دوشمشېره جامع جومات د بیا رغوني د کار پرانيستنه وکړه

له ارګه په يوه استول سوې خبرپاڼه کي راغلي،  په دغو مراسمو کي چي د ارګ په چارچنار ماڼۍ کي نیول سوي وه، پکښي د غازي امان الله خان لوڼو شهزادګۍ هندیې او شهزادګۍ ناجیې، یو شمېر دیني عالمانو او د کابل ښاریانو ګډون درلود. د ښارجوړولو او مځکو وزارت سرپرست په دې غونډه کي ویلي، د تدارکاتي مرحلو له بشپړېدو ...

Read More »

په کندهار کي د دهلې په شمول یو شمېر بندونه او چیک ډېمونه جوړیږي

چارواکي وايي، په کندهار کي د اوبو مهارولو او کرهڼي د ودي په موخه د دهلې په ګډون یو شمېر بندونه او چیک ډېمونه جوړېږي. دغه څرګندوني د ارغنداب سیندیزي حوزې رئیس انجينر توریالي محبوبي کړي دي. هغه زیاته کړه، مرکزي اداره پلان لري چي په کندهار کي د اوبو مهارولو، تر مځکي لاندي د اوبو د زېرمو د غني ...

Read More »

په راتلونکو شپږو میاشتو کي په هیواد کي (۱۸۰۰) سړې یا یخي خوني جوړیږي

د افغانستان د کرهڼي اومالدارۍ وزارت وايي، تر راتلونکو شپږو میاشتو پوري به په ټول هيواد کي ۱۸۰۰سړې (یخي) خوني د سبزیجاتو او تازه مېوو له پاره جوړي سي. د دې وزارت ویاند اکبر رستمي وایي، چي افغانستان اوس د تازه مېوو او سبزیجاتو د تولید په برخه کي ځان بسیایني ته رسېدلی دئ. د کرهڼي او مالدارۍ وزارت په ...

Read More »

افغانستان ته د پاکستان او ایران له خوا قاچاقي وارداتو ستونزي جوړي کړي دي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، هيواد ته د پاکستان او ایران له لوري قاچاقي وارداتو ستونزي جوړي کړي. د دغي خوني مرستیال خان جان الکوزی وايي، چي د قاچاقو اصلي لاملونه د سرحداتو نه کنټرول، د زورواکو موجودیت، فساد او جګړه ده. ده وویل، په دې کي هېڅ شک نسته چي ځيني اموال قاچاق کيږي، خو دا ...

Read More »

کندوزیان: دکاسا زر پروژه مو سره کرښه ده

رپوټ: نورګل اندړوال کاسا زر پروژه چي تړون یي وړاندي د ګاونډیو هیوادونو ترمنځ لاس لیک سوی وو، اوس یي دپلان جوړوني چاري په شمال ختیځ زون کي بشپړي سوي. دکندوز برېښنا شرکت رئیس حاجی محمد مهمند وایي، چي دکاسا زر پروژې پلان ګذاري چاري یې بشپړي او په نږدې راتلونکي کي به د افغانستان  په اتو ولایتونو کی عمل ...

Read More »