د خپلواکۍ د سلمي کليزي په وياړ په کندهار کي د ښځو د لاسي صنايعو نندارتون جوړ سو

رپوټ: مهتمم صالح

په کندهار کي د خپلواکۍ د ورځي په وياړ د کندهار په عينو ښارګوټي کي د ښځو د لاسي صنايعو نندارتون وړاندي سو، چي خوراکي او غير خوراکي توکي پکښي نندارې ته وړاندي سوه.

په نندارتون کي د کندهار مرستيال والي عبدالحنان منيب وايي، خلک بايد هڅه وکړي، چي د سياسي خپلواکۍ تر څنګ اقتصادي ازادي هم واخلي.

د ده په خبره هڅه کوي، چي د دولت د اضافي بودیجې څخه يو څه پيسې د ښځو له پاره  په يوه مارکېټ مصرف کړي، تر څو دوی وکولای سي خپل لاسي صنايع وپلوري او په اقتصادي برخه کي پر خپلو پښو ودرېږي.

دغه راز د کندهار د ښځو چارو رئیسه رقيه اڅکزۍ وايي، د دغه يو ورځنی نندارتون موخه د خپلواکۍ د ورځي تر څنګ يوه دا هم ده، خلک د ښځو لاسي کارونه وګوري او وپلورل سي.

دا وايي، په نژدې راتلوونکو کي پلان لري، چي په عينو مېنه کي يو څلوېښت دوکانه مارکېټ د ښځو له پاره جوړ کړي.

د دي په خبره په نندارتون کي، غالۍ، کالي، خامکي توکي، عسل، مربا، اوبدلي سوي او نور نندارې ته وړاندي سوې.

دغه راز ښځي وايي، دوی کولای سي په خپلواکۍ کي مهم رول ولوبوي، نو د ښځو لپاره دي بايد دغه ډول پرګرامونه جوړي سي، تر څو دوی په اقتصادي برخه کي پر خپلو پښو ودريږي.

دوی وايي، د اسلام  راتګ او د هغه څخه دمخه ښځو په سوداګرۍ کي مهمه ونډه اخیستل، بي بي خديجه رض چي د نبي کريم ( ص) لومړنۍ مېرمن وه، لويه سوداګره وه.

له دې دمخه هم په کندهار کي د ښځو لاسي صنايعو نندارتونونه جوړ سوي دي، چي ښځو يې د دوی د لاسي صنايعو د پلور له پاره مهم ګڼلي وه.

د يادولو وړ ده، چي په کندهار کي د ښځو تر څنګ د ښوونځيو د زده کوونکو د لاسي صنایعو نندارتونونه هم جوړ سوي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...