د انټرنيټ يو شمېر کمپنۍ دې ته چمتو سوي دي، چي په افغانستان کي د برېښنا له لاري ارزانه انټرنيټ تر خلکو ورسوي. د برېښنا شرکت وياند وحيدالله توحيدي وايي، هغه کسان چي د افغانستان د برېښنا شرکت له برېښنا څخه استفاده کوي، هغه ته به د انټرنټ مزي د برق د ساکټ له لاري انتقال سي، چي دا به ...
Read More »هيدر ناويرت: امريکا به له (يونيسکو) ادارې څخه ووځي
د امريکا متحده ايالتونو خبرداری ورکړی، چي د ملګرو ملتونو له علمي او کلتوري ادارې «يونيسکو» څخه به ووځي. امريکا د ملګرو ملتونو دا اداره د اسرائيلو پر ضد پر تمايل تورنه کړې ده. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندي هيدر ناويرت تېره پنجشنبه وويل، هېواد به يې يو څارونکی ماموريت رامنځ ته کړي، چي د ملګرو ملتونو په ...
Read More »د نواز شريف پر لور او زوم د لګېدلو تورونو د څېړلو بهير وځنډېدی
د پاکستان يوې محکمې پر پخواني صدراعظم نواز شريف، د هغه پر لور او زوم د لګېدلو تورونو د څېړني بهير وځنډوی. دغه بهير د شريف د پلويانو او پوليسو ترمنځ د شخړو له کبله وځنډول سو. پر شريف، د هغه پر لور او زوم د اداري فساد تورونه لګول سوي دي. په اسلام اباد کي تېره پنجشنبه له محکمې ...
Read More »د سرپل په صياد ولسوالۍ کي څو دولتي پوستو سقوط کړی دی
راپورونه وايي، چي د سرپل د صياد ولسوالۍ په ميرزاولنګ سيمه کي څو دولتي پوستې د طالبانو له خوا نيول سوي دي. د سرپل امنيه قوماندان مل پاسوال خليل الله دستيار د دې پوستو د سقوط لامل، د افغان امنيتي ځواکونو تکتيکي شاتګ ياد کړی دى. د سرپل د امنيه قوماندان په وينا، په دې نښته کي د امنيتي ځواکونو ...
Read More »کونړ: ۱۸ داعش وسله وال وژل سوي دي
د کونړ امنيتي چارواکي وايي، چي په څوکۍ ولسوالۍ کي د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکي په بريد کي ١٨ داعش وسله وال وژل سوي خو د سيمي اوسيدونکي بيا وايي چي وژل سوي کسان ملکي وګړي دي. د کونړ امنيه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت وويل، چي د بهرنيو ځواکونو بې پېلوټه الوتکي د څوکۍ ولسوالۍ په موربانډې ...
Read More »حنيف اتمر: د دولت ضد ډلو شمېر درې چنده لوړ سوی دی
په افغانستان کي د دولت د وسله والو مخالفو ډلو شمېر درې چنده لوړ سوى دی. د ملي امنيت شورا سلاکار په هېواد کي سياسي بې اتفاقي او اداري فساد لويي ننګوني بولي او وايي، چي د دولت د وسله والو مخالفينو له هرو څلورو څخه يو يې بهرنى دى. هغه زياتوي، چي په افغانستان کي د دولت وسله والو ...
Read More »د اروپايي ټولني پارلمان پر روسيې د سختو بنديزونو غوښتنه وکړه
د اروپايي ټولنې د پارلمان د بهرنيو اړيکو کمېټې پر روسيې د سختو بنديزونو غوښتنه وکړه. دغې کمېټې د “ختيځ مشارکت” په نوم د هېوادونو د مشرانو له هغې غونډې مخکي چي ټاکل شوې، د نومبر پر ۲۴مه نېټه په بروکسل کي جوړه شي، يو لړ وړانديزونه تصويب کړي دي. په دې وړانديزونو کي پر روسيې د سختو بنديزونو پر ...
Read More »تهران: ريسټارټ ډلي پر جواد الايمه مسجد بريد کړی دی
د ايران د حکومت اړوند رسنيو داسي ويډيو خپره کړې ده، چي ددغه هېواد د پلازمېني تهران په ختيځ کي پر جواد الايمه مسجد د اور اچوونکو موادو بريد ښيي. دغه رسنۍ د ويډيو په خپرولو سره ليکي: د ريسټارټ په نوم له شيطان پرستي ډلي اغېزمنو څو ځوانانو د مسجد د خولې لار ته په دغو موادو سره اور ...
Read More »مشرانو جرګه: حکومت بايد د سولي د ټينګښت لپاره د اړيکو لاري خلاصي کړي
د مشرانو جرګې غړو په قطر کي د طالبانو د سياسي دفتر د تړلو په اړ اندېښنه څرګنده کړې ده او وايي، چي حکومت بايد د سولي د ټينګښت لپاره د اړيکو لاري خلاصي پرېږدي. د برېتانيا چاپ ګارډين ورځپاڼي په دې وروستيو کي راپور ورکړى دی، چي په نيويارک کي د ولسمشر اشرف غني او ډونالډ ټرمپ ترمنځ د ليدو ...
Read More »سرپل: داعشيانو د سړک جوړوني شرکت ۲ کارکوونکي تښتولي دي
امنيتي چارواکي وايي، د داعش ډلي وسله والو د سرپل ولايت په صياد ولسوالۍ کي د سړک جوړوني د يوه شرکت دوه کارکوونکي تښتولي دي. د سرپل امنيه قوماندان مل پاسوال خليل الله دستيار رسنيو ته وويل، د دغو کسانو د خوشي کولو لپاره د دوى هڅي رواني دي. د امنيه قوماندان په خبره، دغه دوه کسان د سړک جوړوني ...
Read More »
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون