د روسيې یوه پوځي څارونکي الوتکه له ۱۴ تنه عملې سره لادرکه سوې ده

«سي.اېن.اېن» ټلوېزیون د امریکايي چارواکو په حواله ویلي دي چي دا الوتکه ښايي په خطا سره د سوريې د دافع هوا ځواک له‌خوا ویشتل سوي وي.

بل لورته د روسيي د دفاع وزارت نن سي شنبه وویل، د دوی الوتکه په هم هغه وخت له رادار څخه ورکه سوه، کله چي اسرائیلي «اېف ۱۶» ډوله جنګي الوتکو د سوريي په لاذقیه ولایت کي بمباري کوله.

په سوریه کي میشت د روسيي پوځ د لادرکه الوتکي د موندلو عملیات پیل کړي دي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...