د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازی تادامیچي یاماموتو وایي، په افغانستان کي د یو شمیر سیاسي ګوندونو وروستي اعتراضونه د ټاکنو پروسې ته خنډ جوړوي او ان کولای سي چي پخپله ټاکني له ځنډ سره مخ کړي.
نوموړي دا څرګندوني د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوې ځانګړي ناستي ته وکړې.
هغه زیاته کړه چي که ټول سیاسي مشران د سوله ییزو خبرو له لاري یوې هوکړي ته ونه رسېږي نو دی اندېښمن دی چي راتلونکي ټاکني به پر وخت ترسره نسي.
یاماموتو په خپله وینا کي وویل، افغان حکومت او د ټاکنو خپلواک کمیسیون له تخنیکي پلوه چمتو دي چي ټاکني پر وخت ترسره کړي، خو د یو شمېر سیاسي ګوندونو اندېښني باید د خبرو له لاري جواب سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون