«سي.اېن.اېن» ټلوېزیون د امریکايي چارواکو په حواله ویلي دي چي دا الوتکه ښايي په خطا سره د سوريې د دافع هوا ځواک لهخوا ویشتل سوي وي.
بل لورته د روسيي د دفاع وزارت نن سي شنبه وویل، د دوی الوتکه په هم هغه وخت له رادار څخه ورکه سوه، کله چي اسرائیلي «اېف ۱۶» ډوله جنګي الوتکو د سوريي په لاذقیه ولایت کي بمباري کوله.
په سوریه کي میشت د روسيي پوځ د لادرکه الوتکي د موندلو عملیات پیل کړي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون