اصول دا دی چي دا کپ د هر نړیوال جام تر سیالیو څو میاشتو مخکي هغو هېوادونو ته انتقالیږي چي د کرکټ د نړیوال جام سیالیو کې برخه لري.
د دې کار لوی هدف دا ښودل کیږي چې د کرکټ مینوال دا کپ وویني.
د کرکټ د نړیوالې شورا یو مطبوعاتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلی چې افغانستان کې امنیتي ستونزې دې او نړیوالې شورا پرېکړې کړې چې دا کپ به افغانستان ته نه استوی.
خو وايي چې د نړۍ په نورو برخو کې به افغان مینوالو ته دا زمینه برابروي چې دا کپ وویني او لمس یې کړي.
دا کپ به پاکستان، هند، سرېلنکا او بنګله دېش ته هم سفرونه کوي.
په همدې حال کې د افغانستان کرکټبورډ وايي چې په دې اړه یې د کرکټ له نړیوالې شورا څخه وضاحت غوښتی دی.
د کرکټ د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام سیالۍ په برتانیا کې کېږي چې د افغانستان په ګډون په کې لس هېوادونه برخه لري.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون