افغانستان د لومړي ځل لپاره د اسیا د کبډي فدراسیون د مرستیالۍ چوکۍ وګټله

د اسیا د کبډي فدراسیون د مشرتابه ټاکلو انتخابات د اندونیزیا په مرکز جاکارتا کې وسول چي د افغانستان د کبډي فدراسیون رئیس احمد فردین ضیايي وتوانېد په اکثریتو رایو سره د اسیا د فدراسیون د مرستیالۍ چوکۍ خپله کړي.

په دغو انتخاباتو کي جانادر سنګ ګهلوت له هندوستان نه د دویم ځل لپاره د ټولو په توافق د اسیا د کبډي فدراسیون عمومي رئیس وټاکل سو.

د اسیا د کبډي فدراسیون د مشرتابه ټاکلو انتخابات په هرو څلورو کلونو کي يوځل کېږي چي دا ځل په کي د شاوخوا دیرشو اسیايي هېوادونو د کبډي فدراسیونو مسوولینو ګډون کړی و.

دا لومړی ځل دی چي د افغانستان د کبډي فدراسیون کوم مسٔوول توانېږي چي د اسیا په کچه دومره لوړه چوکۍ وګټي.

تمه ده چي د اسیا د کبډي د مرستیال په توګه د ښاغلي ضیايي له ټاکل کېدو وروسته په افغانستان کي د کبډي لوبې ته په نړیواله کچه پاملرنه زیاته سي.

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...