په قبايلي سیمه شمالي وزیرستان کي د ماین چاودني له کبله یو پاکستانی عسکر وژل سوی او درې نور ټپیان دي.
د شمالي وزیرستان د انتظامي چارواکو په وینا دغه پېښه نن سهار د (دته خېل) په ډنډي کلي کي رامنځ ته سوې ده.
امنیتي چارواکو ويلي، د ماین په چاودنه کي حوالدار احمد خان وژل سوی او درې نور عکسر ټپیان سوي دي. د پېښې ټپیان د ميرانشاه پوځي روغتون لېږدول سوي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون