په کندز کي د ۱۲۱ تښتول سوو مسافرو د جملې څخه ۱۰۰ تنه يې خوشي سوي

په کندوز کي سیمه ییز چارواکي وايي، شاوخوا سل هغه مسافر چي نن سهار د دولت د وسله والو مخالفینو له لوري تښتول سوي وو، را خوشي کړي او د ۲۱ کسانو نورو د راخوشي کولو لپاره هم هڅې دوام لري.

طالبانو نن د تخار- کندوز له لویې لارې د درېیو ۴۰۴ مسافر وړونکو موټرو سپرلي تښتولي وو.

د امنیتي چارواکو په خبره، د درېیو ۴۰۴ مسافر وړونکو موټرو مسافر چې نن سهار له تخار ولایته کابل ته پر لاره وو، د کندوز د خان اباد ولسوالۍ اړوند د نیک پی په سیمه کي د طالبانو له خوا ودرول سول او ټول یې یوه کلي ته بوتلل.

د کندوز د ولایت مقام له مطبوعاتي دفتره په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د امنیتي ځواکونو د هڅو په پایله کي تر اوسه د ۱۲۱ تښتول سوو مسافرو له ډلي سل یې راخوشي سوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چي د راخوشي سوو مسافرو په ډله کي پنځه ښځي او یو شمېر ماشومان هم شامل دي او د ۲۱ نورو مسافرو د را خوشي کولو لپاره چي اوس هم له طالبانو سره دي، هڅي رواني دي.

سرچینه کاږي، امنیتي ځواکونه له دې پېښي تر خبرېدو سمدستي ساحې ته ولاړل او عملیات یې پیل کړل چې په پایله کي یې تر اوسه سل مسافر را خوشي سوي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...