په پاکستان کي د ماین چاودني له امله څلورو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

په قبايلي سیمه شمالي وزیرستان کي د ماین چاودني له کبله یو پاکستانی عسکر وژل سوی او درې نور ټپیان دي.

د شمالي وزیرستان د انتظامي چارواکو په وینا دغه پېښه نن سهار د (دته خېل) په ډنډي کلي کي رامنځ ته سوې ده.

امنیتي چارواکو ويلي، د ماین په چاودنه کي حوالدار احمد خان وژل سوی او درې نور عکسر ټپیان سوي دي. د پېښې ټپیان د ميرانشاه پوځي روغتون لېږدول سوي دي.

 

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...