د پاکستان نوي لومړي وزیر عمران خان ويلي، پاکستان اوس مهال له دومره اقتصادي ستونزو سره مخ دی، چي بل هیڅ وخت نه دی ور سره مخ سوی

 

عمران خان خلکو ته په خپله لومړنۍ وینا کي ویلي، پاکستان اوس ۲۸ زره اربه پاکستانۍ کلدارې پوروړی دی، چي دغه پور لس کاله مخکي شپږ زره اربه و.

ده ویلي، پاکستان د پور تر سخت فشار لاندي دی چي له کبله یې باید نوې تګلارې پلي سي او د مالیې کچه لوړه سي.

عمران خان ویلي، په هېواد کي یې اوبه مخ پر کمېدو دي او پاکستان د هغه پنځو هېوادونو په ډله کي دی چې د میندو او ماشومانو د مړیني کچه لا هم پکښي زیاته ده او په ډېری برخو کي لا هم خلکو ته د زده کړو سمه زمینه نه ده برابره سوې.

نوموړي خلکو ته په وینا کي ګڼې ژمني ورکړې دي او ویلي یې دي چي پاکستان به له اوسني کړکېچن حالت څخه وباسي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...