د امریکا فضایي ادارې یا ناسا نن یوه تحقیقاتي فضایي بېړۍ د لمر لور ته لېږلې ده

د امریکا فضایي ادارې یا ناسا نن د یو تحقیقاتي ماموریت لپاره د فلوریډا ایالت له کاناورل کمپ نه یوه فضایي بېړۍ د لمر لور ته لېږلې ده.

د ناسا دغه تحقیقاتي فضایي بېړۍ به د لمر چاپیریال ته ځان ورسوي او د فضایي څیړنو په تاریخ کي به لومړنۍ بېړۍ وي، چي دومره لمر ته نژدې کیږي.

دا فضایي بېړۍ چي د یو کوچني موټر په اندازه ده ١۴٠٠ پونډه وزن لري او سرعت یې په یو ساعت کې ۴٣٠٠٠٠ میله دی.

دا په تاریخ کې تر ټولو چټکه فضایي بېړۍ ښودل سوې ده.

 

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...