د ملي لوبډلي وتلي لوبغاړي راشد خان له یتیمانو او اړو کسانو سره د مرستي لپاره خیریه ټولنه جوړه کړې ده

د “راشد خان خیریه بنسټ” په پام کي لري چي لومړی په افغانستان کي له شاوخوا ۵۰۰ یتیم ماشومانو سره د ښوونځۍ په ورتګ کي مرسته وکړي.

راشد خان وویل، چي له لومړۍ ټولګي څخه تر ۱۲مي ټولګي پوري به د دغو یتیمو ماشومانو د ښووني ټول لګښت د ده ټولنه ورکوي.

ده وویل “افغانستان او د افغانانو دوعاو دې ځای ته ورسولم، اوس یې وخت دی چي خپلي ټولني او خپلو خلکو ته خدمت وکړم.”

د راشد خان د خیریه بنسټ د بورډ غړی نهضت خان شینواري وویل چي ډېر ژر به د بنسټ رسمي کارونه پیل سي.

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...