په بلاروس کي یو شمیر ازاد خبریالان په غیر قانوني ډول د هغه هیواد له دولتي خبري اژانس، بېلتا د معلوماتو د ترلاسه کولو په تور نیول سوي دي

 

د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارو دا حرکت په بلاروس کي د ازادو خبریالانو د ځپلو څرګند اقدام بللی دی.

په بلاروس کي د یوې وېب ‌پاڼي چي له خلکو سره د موادو او ملکیتونو په خرڅولو کي مرسته کوي، کارکوونکو وویل چي د دې وېب‌پاڼ ې څلور خبریالان پرون چهارشنبه ونیول سول.

د دې وېب‌پاڼې اډېټر هم نیول سوی او د بلاروس د تحقیقاتو په کمېټه کي تحقیق ورڅخه سوی دی.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...