د کندهار والي له وسله والو طالبانو وغوښتل چي راتلونکی لوی اختر د خلکو د هوسایني په خاطر اوربند وکړي

زلمي ویسا دغه څرګندوني په اوونیزه امنیتي غونډه کي وکړې چي امنیتي مسٔوولینو هم په کي برخه لرله.

په دې غونډه کي پر امنیت، راتلونکي اوربند، ټاکنو او نورو موضوعاتو بحث وسو.

د کندهار والي د سولي، اوربند او په راتلونکو ټاکنو کي د امنیتي ځواکونو او ولسي مشرانو پر رول خبري وکړې، د هغوی هڅې یې وستایلې او له هغوی یې وغوښتل چي د اوربند لپاره ډېر کار وکړي.

هغه پر وسله والو طالبانو ږغ وکړ چي راتلونکی لوی اختر دي د خلکو د هوسایني لپاره اوربند وکړي او ولایتي اداره دي کار ته چمتووالی ولري.

د يادوني ده، ولسمشر اشرف غني پرون راتلونکي اوربند ته په اشارې سره د هغه پر ښه مديريت ټينګار وکړ.

د کندهار والي له امینتي ارګانونو وغوښتل چي د عملیاتو پر مهال باید منظم پلان ولري څو د دښمن پلانونه مخکې له مخکې شنډ سي او سرتېري له ستونزو سره مخ نه سي.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...