په ټولنیزو شبکو په خپرو سوو ویډیوګانو کي ښکاري چي په مرکز تهران او یو شمېر نورو ښارونو کي سلګونو کسانو تېره شپه هم اعتراضونه وکړل.
د ایران خلک په لوړه سطحه د انفلاسیون، د ایراني ریال د بيې د ټیټیدو او نورو اقتصادي ستونزو له امله په غوسه دي او له تېرو ۷ ورځو راپدېخوا يې په لاریونونو لاس پورې کړی دی.
راپورونه وايي چي په تهران کي د لاریون کوونکو د مخنیوي لپاره ګڼ شمېر پولیس ځای پر ځای سوي دي.
په ځینو سیمو کي د لاریون کوونکو او پولیسو ترمنځ اخ ډب هم رامنځ ته سوی دی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون