افغان ځانګړو ځواکونو تېره شپه شاوخوا یوولس بجې د کندوز ددشت ارچي ولسوالۍ په باجوړ سیمه کې هوايي او ځمکني عملیات کړي دي.
په دې عملیاتو کي دوی بریالي سوي چي د وسله والو طالبانو یو زندان مات کړي.
په زندان کي پنځه زندانیان موجود وو، چي امنیتي ځواکونو له ځان سره وړي دي.
راپورونه وايي چي په پېښه کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو امنیتي ادارو یې د شمېر په اړه معلومات نه دي ورکړي.
د کندوز د ولایت مقام د خبرپاڼې په خپرولو سره یاد عملیات او له زندان د زندانیانو د خوشي کولو راپورونه تایید کړي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون