د روزګان په چنارتو ولسوالۍ کي د ملي اردو یوه قرارګاه او درې پوستې سقوط سوي دي

د روزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، تېره شپه شااوخوا ۱۱ بجې وې چي سلګونه وسله والو طالبانو د چنارتو ولسوالۍ پر یوشمېر سیمو کي پر امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه کړي دي.

د یادې ولسوالۍ ولسوال وايي، چي وسله والو طالبانو د ولسوالۍ مرکز ته نږدې په سپین قیچه سیمه کي د ملي اردو پر قرارګاه او پوستو بریدونه پیل کړي چي پرمهال يې د ملي اردو یوه قرارګاه او درې پوستې سقوط سوي او ګڼ شمېر سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو په خبره یې چي دقیق شمېر يې لا تراوسه ځکه نه دی معلوم چي نیول سوي سیمي لا اوس هم له طالبانو سره دي.

ولسوال وايي، طالبانو له قرارګاه او پوستو څخه ټولي وسلې او تجهیزات وړي او یوشمېر سرتېري يې هم له ځانه سره بیولي دي.

د یادې ولسوالۍ امنيه قوماندان د ولسوال خبرې تأییدوي او زیاتوي چې د یادو بریدونو پرمهال ۱۱ وسله وال طالبان هم وژل سوي او یوشمېر نور ټپیان دي.

په ورته وخت کې د دغه ولایت امنیه قوماندان ډګروال محمد معروف احمدزی د ولسوال او امنیه قوماندان خبرې ردوي او وايي، چي په یاده ولسوالۍ کي هېڅ یوې امینتي پوستې او قرارګاه سقوط نه دی کړی او يوازې د ملي اردو یوې قرارګاه تکتیکي شاتګ کړی دی.

د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي هم په یوه استولي برښنالیک کي ویلي چي تېره شپه په چنارتو ولسوالۍ کي یې یوه قرارګاه او څلور امینتي پوستې سقوط کړي او زیات شمېر افغان سرتېرو ته یې پکښې مرګ ژوبله اړولې ده.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...