ترکیې په تیرو اوو میاشتو کي۵۶ زره افغان کډوال نیولي دي

د رسنیو د راپورونو له مخي د ترکیې حکومت په دغه هېواد کي د کډوالو د نیولو لړۍ چټکه کړې ده.

حکومت تر دې دمه ۱۳۶ زره غیر قانوني کډوال په دغه هېواد کي نیولي دي.

په تېرو اوو میاشتو کې یاد کسان نیول سوي چي څلوېښت سلنه یې افغانان دي.

راپورونه وايي، چي روان کال په اوو میاشتو کي ۵۶ زره غیر قانوني افغان کډوال په ترکیه کې نیول سوي چي له دې ډلي زرګونه یې د یوې هوکړې له مخې افغانستان ته لېږدول سوي دي.

په دې وروستیو کي ترکیې ته د افغان کډوالو د تګ لړۍ چټکه سوې ده.

تېر کال په دوولسو میاشتو کي دا شمېره ۴۵ زره کډوالو ته رسېده، خو روان کال دا شمېره لوړه سوې ده.

په افغانستان کي ناوړه اقتصادي وضعیت، بې کاري، امنیتي مسایل او دې ته ورته مشکلات هغه څه دي چې زرګونه خلک یې اروپايي او د سیمې هېوادونو ته کډوالۍ ته اړ کړي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...