امریکا د ترکیې پر حکومتي چارواکو په هغه هیواد کي د یو پادري د زنداني کولو له کبله بندیزونه ولگول

د امریکا حکومت تېره ورځ د ولسمشر طیب اردوغان پر دوو لوړپوړو پارلماني چارواکو له دې کبله بندیزونه ولگول چي یو امریکایي پادري یې په ترکیه کي د حکومت ضد له ناکامې کودتا سره د مرستې په تور زنداني کړی دی.

د امریکا د خزانې وزرات د ترکیي د عدلیې پر وزیر عبدالحمید گل او د کورنیو چارو پر وزیر سلیمان سویلو بندیزونه وضع کړي دي.

امریکا پر دغو دواړو وزیرانو تور لگوي چي امریکایي پادري اینډریو برنسن یې نیولی دی.

د ترکیې د بهرنو چارو وزارت د امریکا دغه اقدام پارونکی عمل بللی دی او ویلي یې دي چې جواب به یې ورکړي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...