د روزګان د شپږو ولسواليو لارې له څو کلونو راهيسي بندې دي، خو تېره اوونۍ د دهراوود ولسوالۍ لويه لاره تر عملياتو وروسته خلاصه سوه.
ځايي چارواکو ادعا کړې وه چي د لارې په اوږدو کي به امنيتي پوستې جوړوي، څو لاره خلاصه پاته سي، خو يوه اوونۍ وروسته بېرته طالبانو لاره تړلې ده.
وسله والو طالبانو تېره شپه پر ياده لاره پر يوشمېر سيمو ډله ييز بريدونه کړي، ګڼ کلي يې نيولي او لاره يې هم تړلې ده.
د اروزګان د امنيه قوماندانۍ وياند لومړي څارن نصير احمد کامه وال ويلي، چې طالبانو تر بريدونو وروسته ياده لويه لاره تړلې ده. خو هغه زياتوي، چي د لارې د بېرته خلاصېدو لپاره عمليات پيل سوي او ډېر ژر به سيمه د طالبانو له حضور پاکه سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون