راشد خان کرکټ لوبډلې د سولي ټورنمينټ اتلولي خپله کړه.
هلمند کي د دريو ولايتونو او د هلمند څلورو لوبډلو ترمنځ د سولي ټورنمينټ په پايلوبه کي راشد خان کلب باديزائ کلب په ۸ ويکټو لرلو سره مات کړ او د جام ګټونکی سو.
د لوبي پيل د باديزائ لوبډلي په بيټينګ سره وسو چي د ټولو لوبغاړو او ټولو اورونو په لوبولو سره يې سيال کلب ته ۱۳۲ منډي هدف وټاکه.
راشد خان کلب ټاکلی هدف د فيصل ښايسته د نيمه سليزي په مټ په اسانۍ سره د دوه لوبغاړو په اوټيدلو پوره کړ او د سولي جام اتلولي يې وګټله.
د پايلوبي د غوره لوبغاړي امتياز فيصل ښايسته او د همدې ټورنمينټ د توپ اچوني او توپ وهني د غوره لوبغاړي امتياز بهائي خان ستانګزي وګټی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون