د سعودي پادشا ملک سلمان ویلي، چي عربستان د افغانستان د سولي او ثبات لپاره هڅه کوي او ددیني علماوو د کنفرانس هر کلی کوي.
د ملک سلمان په وینا سعودي غواړي په افغانستان کي د خلکو ترمنځ د تفرقې او لري والي په له منځه وړلو کي هڅه وکړي او د اسلامي امت د یووالي لپاره کار وکړي.
ملک سلمان همدا راز په افغانستان کي وروستي ترهګریز بریدونه هم غندلي دي او پر ښکېلو غاړو یې ږغ کړی چي سوله وکړي او رواني خونړۍ جګړې پای ته ورسوي.
د رواني میاشتي په ۱۱مه او ۱۲مه په جده او مکه مکرمه کي د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان کنفرانس جوړ سوی و.
دوی په افغانستان کي روانه جګړه ناروا وبلله او پر طالبانو یې غږ وکړ چيسولې ته غاړه کېږدي. طالبانو بیا دغه ډول کنفرانسونه دسیسه بللي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون