د فوټبال ۱۶ کلنو ملي لوبډلي تاجکستان ته ماته ورکړه

د هېواد د فوټبال د ۱۵ کلنو لوبډلي د اسیا د مرکزي حوزې د فوټبال د اتلولیو په سیالیو کي، پرون شنبه د چنګاښ په ۱۶مه  خپلي دویمي سیالي لوبډلي تاجکستان ته ماتې ورکړه.

د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې په خپلې دویمي سیالۍ کي ۱- ۰ تاجکستان ته ماته ورکړه.

د افغانستان د فوټبال د ۱۶ کلنو لوبډلي له دې وړاندي په خپله لومړنۍ سیالۍ کي له کوربه ازبکستان څخه یې۱-۴ ماته ورکړې وه.

د هېواد د فوټبال ۱۶ کلنه لوبډله د چنګاښ په ۱۸ مه نیټه په خپله درېیمه لوبه کي د قرغزستان په وړاندي خپل بخت ازمايي.

 

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...