د رویټرز اژانس د خبر له مخي، یاده محکمه دا پرېکړه په داسي حال کي کوي چي د میانمار پوځ په راخین ایالت کي د روهینګیایي مسلمانانو پر وړاندې سخت بشري جنایتونه تر سره کړل.
د یاد سازمان په خبره پر میانمار باید پوځي او نور بندیزونه هم ولګول سي.
د بخښنې نړیوال سازمان له ۲۰۱۷ کال راهیسې د روهینګیایي مسلمانانو پر وړاندې پر تر سره سوي جنایت څېړنه کوله، چي نن د یو راپور په توګه راټول سوي معلوماتو له رسنیو سره شریک کړل.
په دې راپور کي راغلي، چي د میانمار پوځ د روهنګیایي مسلمانانو پر وړاندي له هیڅ ظلم او وحشت نه مخ نه دی کرځولی او دا تر مخې پلان سوی کار وو.
په راپور کي دغه راز راغلي چي د میانمار د دفاع وزیر او ارشد سلاکار باید د مسلمانانو پر وړاندې د سوي ظلم له امله نړیوالې محکمې ته جواب ووایي. د بخښنې نړیوال سازمان دغه راز د میانمار له حکومته غوښتنه کړې چي د روهنګیایي مسلمانانو پر وړاندي روان تاوتریخوالي ته دې د پای ټکی کېږدي او د یاد هېواد ټولو اوسېدونکو ته دې مساوي حقونه ورکړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون