د هسپاینا یاد کورنی لیګ هر کال د ۲۰ قوي لوبډلو ترمنځ د تګ او راتګ په ډول ترسره کیږي او که هري لوبډلي زیاتي نومري خپلي کړې وې هغه ټیم د یاد ټورنمنټ اتلولي خپلوي.
سږنی کال بارسلونا د ۹۳ نومرو په درلودلو سره د یاد لیګ اتلولي د ۲۵م ځل لپاره خپله کړه.
اتلاتیک ماډریډ د ۷۹ نومرو په درلودلو سره د یاد ټورنمنټ دوهم، ریال ماډریډ د ۷۶ نومرو په درلودلو سره درېم او والینسیا بیا د ۷۳ نومرو په درلودلو سره څلرم مقام خپل کړ.
بارسلونا د لالیګ لیګ سږنی کال په بریالیتوب ترسره کړ او یوازي یې یوه ماته پکښي د لوانتې لوبډلي څخه وخوړه.
یادي لوبډلي تیره شپه د ددې ټورنمنټ وروستۍ لوبه د ریال سوسیداد په وړاندي ترسره کړه، چي بارسلونا د کوتینیو په ګولوهني سره ریال سوسیداد ته ۱ ګول پر ۰ ماته ورکړه.
د بارسلونا لوبډلي تجربه لرونکی لوبغاړی او کفتان اینیسټا د پرونۍ لوبي څخه وروسته د بارسلونا ټیم څخه جلا سو او په نیوکمپ لوبغالي کي ورته د مخه ښې په زړه پوري مراسم نیول سوي وه.