مجیب ځدران د هند کرکټ غوره لیګ سیالیو په لړ کي خپله لوبډله بریا ته ورسول

کنگزپنجاب له ډیلي داري ډېلوز څخه لوبه په څلورو منډو وگټله.
د هند د کرېکټ غوره ليگ سياليو کي افغان لوبغاړي مجیب ځدران د دوو ویکټو په اخیستو خپله لوبډله کنگز ایلون پنجاب بریالۍ کړه.
کنګز پنجاب په ۲۰ اورونو کي د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۳ منډو هدف وټاکه.
ډیلي دغه هدف د اته لوبغاړو په سوځېدو پوره نه کړ  او لوبه یې وبایلله.
مجیب ځدران په دغه لوبه کي دوه ویکټي واخیستې.

په وروستي اور کي د نوموړي ښه توپ اچول د دې سبب سول چي لوبډله یې دا سیالي وګټي.
د هند کرېکټ غوره ليگ سياليو په ترڅ کې ممبى انډينز  نن ممبى ښار کې له سنرازيز حيداراباد سره مخامخېږي .
او سبا ته به په همدې لړ کې بنگلور له چيناى سوپر کنگزسره لوبه کوي .

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...