داعش د مشق ته څیرمه له خپلي سیمي وزي

د سوريې دولتي رسنيو او يوې څارونکي ډلي وويل، د اسلامي دولت ډلي يا داعش موافقه کړې چي دمشق ته نږدې له خپلې وروستۍ ساحې ووځي.

د دولتي خبري اژانس سنا په حواله، د دې موافقې له مخي به د داعش جنګيالي چي پر حجر الاسود سيمه او د فلسطيني کډوالو پر يرموک کمپ کنټرول لري، له دغو ساحو ووځي او د سوريې په ختيځ کې به د دې ډلي تر ولکې لاندې بلي سيمي ته ځي.

دا موافقه په داسي حال کې کېږي چې د سوريې حکومت هڅه کوي، له ٢٠١١مېلادي کال راهيسي د اول وار لپاره، پلازمېنه دمشق او اړوندي سيمي يې بېرته په خپله ولکه کي راولي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...