د هسپانیا هیواد لالیګا سیالیو د دېرشمي اونۍ په لوبو کي تیره شپه بارسلونا فوټبال لوبډله د سویا فوټبال لوبډلي میلمه وه، چي لوبه ۲ ګولونه پر ۲ ګولونو مساوي پاي ته ورسېده.
لومړۍ نیمه ۱ پر ۰ پای ته ورسیدل، بارسلونا په دوهمه نیمه کي لوبه تیزه کړل، خو یو ځل بیا یې د ګول دروازه خلاصه سوه او موریل د سویا لپاره دوهمه ګولوهنه په ۵۰مه دقیقه کی وکړه.
له دې وروسته لوبه ۲ پر ۰ د سویا په ګټه سوه چي ددې ګول وهني وروسته میسي میدان ته داخل سو.
سویا لا تر ۸۷ دقیقي د ګول څخه په کلکه ساتنه وکړه، خو وروسته لیویز سواریز په ۸۸ دقیقه کي د بارسلونا لپاره لومړی ګول وکړ او وروسته دوهم ګول لیونل میسي په ۸۹ دقیقه کي وکړ، په دې سره لوبه ۲ ګولونه پر ۲ مساوي سوه او په همدې نتیجه لوبه مساوي پای ته ورسېده.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون