په ترکیه کي دغیر قانوني کډوالو د یوه موټر د ترافیکي پیښي له امله افغان، ایراني او پاکستاني غیر قانوني کډوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ترکي رسنیو خبر ورکړی، چي دا پيښه د پنجشنبې په ورځ دترکیې د (لادیر کارس) په لویه لاره کي رامنځته سوې ده.
سرچینې زیاته کړې، چي د غیر قانوني کډوالو یو موټر چي د ۱۴ کسانو ظرفیت یې درلود، خو پکښې ۵۵ کسان ځای پر ځای کړی سوي وو.
د راپونو له مخې په دې پيښه کي ۱۷ تنه مړه او ۳۶ نور ټپیان سوي دي.
پولیسو ویلي، چي په قربانیانو کي افغان، ایراني او پاکستاني غیر قانوني کډوال شامل دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون