د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش او ددغه هېواد پر ځینو رسنیو د نیوکي تر څنګ ویلي، چي پر عراق حمله تر ټولو بده پرېکړه وه او د مچیو په ځاله کي له لرګي وهلو سره یې تشبه کړې ده. د سي ان ان د خبر له مخې ټرمپ پرون د جمهوري غوښتونکو ګوند له مالي ملاتړو سره په فلوریډا کې د لیدنې پرمهال ویلي، موږ ډېر احمق او نا پوه سیاستمداران درلودل، چي د ډېر وخت لپاره یې نړۍ اداره کړې ده. ټرمپ پر عراق د حملې په اړه ویلي، چې په ۲۰۰۳کال کې دا تر ټولو بده پرېکړه وه چي د امریکا حکومت وکړه. نوموړي ددې بدي پرېکړه پړه پر هغه رسنیو هم ور اچولې ده، چي د عراق په اړه یې ناسم معلومات خپرول، چي ګواکي عراق داسي وسلې لري، چي د ډله ییزو وژنو لپاره کارول کېږي، چي دا خبره بیا کره نه وه او عراق دا ډول وسلې نه درلودې. ټرمپ د طعنې په ډول ویلي: (( دا د بوش کار و، د یوه بل نابغه سړي.)) ټرمپ د بوش له کورنۍ سره ښې اړیکې نه لري جورج بوش او زوی یې دواړه د امریکا ولسمشران تېر سوي، چي د ۲۰۱۶ کال په ټاکنو کي یې له ډونالډ ټرمپ څخه ملاتړ هم ونه کړ.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون