وړمه شپه د قره باغ په شيراباد سيمه کي ناپيژندو وسله والو د يوه کوچني په ګډون دوه تنه وژلي، دوې ښځي يې ټپياني کړي او دوه تنه نور يې له ځانه سره بېولي دي.
د دې پېښي په غبرګون کي، پرون د قره باغ ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو په غزني ښار کې لاريون وکړ او نن هم لار د ترافیکو پر مخ بنده ده.
لاريون کوونکي وايي، د دي عمل په غبرګون کي دوى لاريون کړى، لاره يې بنده کړې او د قاتلينو د نيولو غوښتنه کوي.
دغه راز د وژل سوي ابراهيم پلار وايي، چي کور ته يې وسله وال ورغلي، زوى او لمسى یې ورته وژلي او دوې ښځي يې ټپياني کړي او دوه نور کوچنیان يې له ځانه سره بېولي دي.
په دي اړه د غزني په ولايتي شورا کې د قره باغ استازی عصمت الله وايي، چې دغه پېښه د بخښلو نه ده او ژر تر ژره يې بايد عاملين ونيول سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون