تیره ورځ د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو د پنځو پنځوس اوریزه لوبو له لړۍ څخه پنځمه لوبه ترسره کړه.
د لوبي ټاس د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې وګټd او لومړی يې د منډو جوړولو پريکړه وکړل.
افغان لوبډلي د ۵۰ اورونو په لوبولو سره ، د ۹ لوبغاړو په سوځیدو ۲۴۱ منډي جوړي کړې او ۲۴۲ منډي هدف يې زیمبابوي لوبډلې ته ورکړي.
د افغانستان لپاره تر ټولو زیاتي منډي جاوید احمدي ۷۶ او رحمت شاه ۵۹ وکړي.
سکندر رضا ، مزارابانی او چیټارا دوه دوه ، چیسورو او کریمر د افغانستان یو یو لوبغاړی وسوځوی.
کله چي د زیمبابوي ملي لوبډله د یاد هدف د پوره کولو لپاره د لوبي ډګر ته راغله ، په ۳۲٫۱ اورونو کي يې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره په ۱۴۶ منډو پر افغانستان لوبه وبایلل.
د زیمبابوې لپاره تر ټولو زیاتي منډي ایروین ۳۴ وکړي.
راشد خان ۳ ، محمد نبي عیسی خیل او شراف الدین اشرف دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون