د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي پرون سې شنبه په شارجه کي له زیمبابوې څخه دوهمه ۲۰ اوریزه لوبه هم د ۱۷ منډو په توپیر وګټله.
د پرونۍ لوبي پچه زمبابوې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
افغانستان د نهو لوبغاړو په سوځېدو زیمبابوې ته ۱۵۹ منډې هدف وټاکه.
محمد نبي د ۴۵ منډو په جوړولو تر نورو ډېرې منډې جوړې کړې.
پر نوموړي سربېره ۱۷ منډې شهزاد محمدي، ۲۷ منډې کریم صادق، ۲۷ اصغرستانکزي او ۲۴منډې نجیب ځدران جوړي کړې.
زمبابوې لوبغاړو لوبه پیل کړه چي د پنځو لوبغاړو په سوځېدو یې یوازي ۱۴۱ منډي جوړي کړای سوې او په دي توګه افغانستان د ۱۷ منډو په توپیره دا سیالي وګټله.
د زیمبابوې دوه لوبغاړي مجیب ځدران، دوه لوبغاړي راشد خان او یو لوبغاړی محمد نبي وسوځول.
محمد نبي چي ښه لوبه یې وکړه، د لوبې غوره لوبغاړی سو.